دوامداره پراختیايي موخې؛ بنګله‌دېش په روان کال کې تر افغانستان او پاکستان ډېر پرمختګ کړی

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۴

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د دوامداره پراختیایي موخو په نوې ډلبندۍ کې بنګله‌دېش د سوېلي اسیا هېوادونو په ډله کې تر افغانستان او پاکستان ښه ځای لري.

«ډې بزنس سټنډرډ» وېب‌پاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې دغه هېواد په نړۍواله کچه ۱۱۴م مقام ته ځان رسولی دی.

دا راپور چهارشنبه (د چنګاښ ۴مه) خپور شوی او په‌کې ویل شوي، بنګله‌دېش یوازې په ۲۰ سلنه موخو کې رېښتینی پرمختګ کړی او شاوخوا ۳۵ سلنه موخې یې له خنډ سره مخ شوې دي. اقلیمي بدلون کې پرمختګ د دغه هېواد لویه لاسته راوړنه بلل شوې ده.

د سوېلي اسیا په سیمه کې مالدیف تر ټولو ښه وضعیت لري، ورپسې بوتان، نیپال، سریلانکا او هند دي.

افغانستان بیا په ۱۶۰م ځای کې د سیمې تر ټولو کمزوری هېواد بلل کېږي او پاکستان ۱۴۰م ځای لري.

دغه راپور همداراز خبرداری ورکړی، چې له ۱۷ دوامداره پراختیایي موخو نه به هېڅ یوه هم تر ۲۰۳۰ پورې په ټوله نړۍ کې په بشپړه توګه ترلاسه نه‌شي؛ ځکه چې جګړو، نابرابریو او د اقلیم ناورین د دغه پرمختګ مخه نیولې ده.

نور خبرونه

رادیو