پاکستان هڅه کوي له چینايي بانکونو ۳،۳ میلیارډه ډالر پور واخلي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۳

اسلام اباد هڅه کوي چې په راتلونکو څو ورځو کې د چین له څو بانکونو په ګډه ۳،۳میلیارډ ډالره پور ترلاسه کړي.

تمه ده چې دا معامله د روان مالي کال د جون میاشتې تر دېرشمې نېټې پورې عملي شي او په پایله کې یې د پاکستان د مرکزي بانک د بهرنیو زېرمو کچه تر ۱۴ میلیارد ډالرو ډېره شي.

د پاکستان لوړ پوړي چارواکي وايي، « موږ له چینايي لوړ پوړو چارواکو سره په خبرو بوخت یو چې د دې معاملې جزیات نهايي کړو».

ده نیوز د نوموړي له قوله وايي، « موږ هیله لرو چې د جون میاشتې تر پایه له چینايي بانکونو دوه بېلابېل پورونه ترلاسه کړو. په دې ډول به د څو چینايي بانکونو له خوا پاکستان ته د دریو کلونو لپاره دوه میلیارده ډالرو پور چمتو شي».

د پاکستان حکومت به شاوخوا (۹۲۴) میلیارده پاکستانۍ روپۍ ترلاسه کړي چې ۳، ۳ میلیارډه ډالر کېږي. د دې معاملې په پایله کې به د جولای میاشتې تر لسمې نېټې پورې د پاکستان لنډمهاله کورنی پور تصفیه شي.

د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې چې د دغه هېواد د مرکزي بانک له خوا ساتل کېږي، د ۲۰۲۵ میلادي کال د جون میاشتې تر دیارلسمې نېټې پورې ۷، ۱۱میلیارډه ډالره وې.

دا راتلونکی پور چې ۳،۳ میلیارډه ډالره دی، د پاکستان له مرکزي بانک سره به مرسته وکړي چې خپلې بهرنۍ زېرمې نژدې ۱۵ میلیارد ډالرو ته ورسوي، خو د مالي اړتیاوو او پيسو د وتلو کچې ته په کتو سره قوي احتمال شته چې د جون میاشتې تر پایه به د بانک له خوا د بهرنیو زېرمو اندازه تر۱۴،۵ میلیارډو ډالرو زیاته شي.

یوه خبریال د پاکستان د مالیې وزارت له ویاند قمر عباسي سره خبرې کړې او له هغه څخه یې پوښتلي، ایا دا امکان شته چې دا پورونه د امریکايي ډالرو پر ځای په چینايي پولي واحد وي؟ خو د مالیې وزارت ویاند تر دې مهاله دې پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

نور خبرونه

رادیو