پاکستان: د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو ګواښ ډېر شوی

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۳

د پاکستان اې‌پي‌پي رسنۍ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي استازي په حواله ویلي، چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو فعالیتونو د اسلام‌اباد ملي امنیت ته جدي ګواښ رامنځته کړی دی.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان سفیر عاصم افتخار احمد دوشنبه (د چنګاښ ۲مه) وویل: «هغه ترهګري چې له افغانستان نه سرچینه اخلي، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي لا هم د پاکستان لپاره یو جدي ګواښ دی.»

نوموړی وايي، چې ټي‌ټي‌پي شاوخوا ۶ زره جنګيالي لري او د ډیورنډ کرښې ته په څېرمه سیمو کې يې خوندي پټنځایونه موندلي دي.

د هغه په وینا؛ د القاعده او بلوڅ بېلتون‌ غوښتونکو په ګډون نورې ډلې هم د افغانستان له خاورې فعاليت کوي.

د پاکستان سفیر خبرداری ورکړی، چې د دغه وضعیت دوام نه یوازې د پاکستان امنیت؛ بلکې د ټولې سیمې ټیکاو له ګواښ سره مخ کوي.

هغه وايي، په تېره اپرېل میاشت کې د ټي‌ټي‌پي ۵۴ جنګیالیو غوښتل چې د پاکستان خاورې ته ننوځي؛ خو د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له‌خوا وژل شوي دي.

هغه همداراز ادعا کړې، چې په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو پرمختللې پاتې شوې وسلې اوس د دې ډلو لاس ته لوېدلې او پاکستان یې ځینې نیولې دي.

پاکستان داسې مهال د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو خبرې کوي، چې طالبانو په وار، وار د دغه ادعاوې رد کړې دي.

څه موده مخکې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په یوه راپور کې ویلي و، چې په افغانستان کې د پاتې شویو ۶۳ مېلیونه ډالرو په ارزښت پرمختللو امریکایي وسلو نه یې ځینې د پاکستاني اورپکو لاس ته لوېدلې دي چې په دغه هېواد کې په «خونړیو ترهګریزو» بریدونو کې ترې کار اخیستل کېږي.

دغه امریکایي وسلې چې په کې د جبهه‌ییزې جګړې ټوپکونه، ماشینګڼې او شپني دوربینونه شامل دي؛ د وسلو په تور بازار کې پلورل کېږي او د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي‌ټي‌پي»، بلوڅ بېلتون غوښتونکو غورځنګ او نورو وسله‌والو ډلو له‌خوا په جګړه کې کارول کېږي.

نور خبرونه

رادیو