طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو راهیسې د کابل په ګډون په ډېریو ولایتونو کې دولتي ځمکې د اوږد او منځمهال لپاره په اجاره ورکوي.
خصوصي سکټور بیا پرې پانګونه کوي او د قرارداد له مخې تر څو کلونو وروسته ودانۍ دولتي شمېرل کېږي.
د طالبانو د رييس الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ نن په اقتصادي غونډه کې هم په بلخ ولایت کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید شوه.
د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې پر بنسټ، خصوصي سکټور به پر یاده ځمکه د ۷۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت سره ۸ پوړیزه ودانۍ جوړه کړي او دغه مارکېټ به ټولټال ۸۷۸ هټۍ ولري.
په خبرپاڼه کې خصوصي سکټور ته د یادې ځمکې د سپارنې د څرنګوالي په تړاو نور څه جزییات نه دي ورکړل شوي.
له دې سر سم، په سرپل ولایت کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه هم تایید شوې او د دغې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د معیاري سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ۹۶ میلیون افغانۍ پانګونه وکړي.