د طالبانو تر واک لاندې د خوست نړۍوال هوایي ډګر مسوولین وایي، چې ډېر ژر به کام ایر هوايي شرکت له دې ډګر څخه کویټ ته الوتنې پیل کړي.
طالبانو ویلي، دا لومړی ځل دی چې له خوست څخه کویټ ته مستقیمې سوداګریزې الوتنې پیلېږي.
په خوست کې د طالبانو د هوايي ډګر مسوولینو د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۰مه) په یوه خبرپانه کې ویلي، چې د جولای مياشتې له ۲۳مې نېټې وروسته به هر چهارشنبه له خوست څخه کويټ ته یوه الوتنه ځي او راځي.
خوست کې طالب مسوولینو ویلي، چې د نورو ختيځو ولایتونو اوسېدونکو ته به د سفر اسانتياوې زياتې کړي.