سارا اډمز: سراج‌الدین حقاني د «محمود شاه حبیبي» د نیولو عملیات رهبري کړي وو

۹ ساعتونه مخکې

د امریکا استخباراتي اداراې «سي ای اې» پخوانۍ ماموره سارا اډمز، وایي، چې د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن د افغان الاصله امریکایي محمود شاه حبیبي د نیولو امر ورکړی و او د هغه پروړاندې عملیات د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني په مشرۍ ترسره شوي وو.

سارا اډمز په خپل اېکس کې د امریکا حکومت تورن کړ، چې د یوه امریکایي وګړي «حبیبي» د خلاصون په برخه کې یې پاملرنه نه ده کړې.

هغې لیکلي: «حمزه بن لادن د محمود شاه حبیبي د نیولو امر ورکړی و او سراج‌الدین حقاني دا عملیات رهبري کړي وو، زموږ حکومت تر اوسه د هغه په راخوشې کولو کې ناکام دی، دا وخت دی، یا هېڅکله نه!.»

سارا اډمز چې پخوا د CIA کارکوونکې وه او اوسمهال د ترهګرۍ ضد چارو کې فعاله ده، د هغو امریکایي کورنیو استازیتوب کوي چې خپل عزیزان یې د جګړې، برمته کېدو یا سیاسي فشارونو له امله له لاسه ورکړي.

نوموړې په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې طالبانو له دوی سره د حبیبي شتون رد کړی، خو د نوموړي ورور احمدشاه حبیبي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته څه موده وړاندې وویل، چې د طالبانو ادعا ناسمه ده او دوی له امریکا سره په ګډه داسې شواهد لري، چې محمود شاه حبیبي د طالبانو په زندان کې دی.

بلخوا، څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره د انعامونو» پروګرام له لارې اعلان وکړ، چې که څوک د افغاني الاصله امریکایي وګړي محمود شاه حبیبي د ځای او بېرته راوستلو په اړه معلومات ورکړي، ۵ میلیونه ډالره انعام به ترلاسه کړي.

د دوی په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نوموړی د طالبانو استخباراتو نیولی.

د یادولو وړ ده، چې محمود شاه حبیبي د ۱۴۰۱ کال د زمري په میاشت کې د «ای ار اېکس کمونېکېشن» کمپنۍ له ۲۹ نورو کارکوونکو سره د کابل په شېرپور کې د القاعده شبکې د مشر له وژل کېدو یوه ورځ وروسته ونیول شو.

که څه هم طالبانو تر دې دمه د حبیبي نیول رد کړی؛ خو پر دغه شرکت یې تور پورې کړی چې د اېمن الظواهري د ځای پېژندلو په کار کې یې د امریکا له حکومت سره مرسته کړې.

نور خبرونه

رادیو