په کویټه کې د عثمان خان کاکړ په تلین کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ د پاکستان پر چارواکو غږ وکړ، چې د ډيورنډ کرښې سره تړلې لارې دې د افغانستان پر لور خلاصې کړي.
نوموړي وویل، چې د تګ راتګ بندېدل د پښتنو د اقتصاد لپاره لوی زیان دی او پښتانه د ترهګرۍ او اقتصادي ستونزو له سختو ګواښونو سره مخ دي.
د عثمان خان کاکړ د تلین په مناسبت ولسي غونډه وشوه، چې پکې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ ګډون او وینا وکړه.
نوموړي وویل: «عثمان خان کاکړ د نه ستړي کېدونکي مبارز په توګه، د محکومو قومونو د ازادۍ او حقوقو لپاره ټول عمر مبارزه وکړه. د هغه ژوند مزاحمت و او د هغه مبارزه د ظالم پر ضد وه.»
خوشحال خان د پاکستان پر سیاسي نظام او ادارو سختې نیوکې وکړې.
هغه زیاته کړه: «عثمان خان کاکړ هڅه وکړه چې په پاکستان کې قانون حاکم شي، خو تر مرګ وروسته یې هم دلته قانون نه شته. نظام یوازې د پوځیانو له خوا پر مخ وړل کېږي.»
کاکړ په پاکستان سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د پاکستان ریاست په پښتنو سیمو کې امنیتي ځواکونه منظم فعال ساتي او کار ترې اخلي، خو دوی تعلیمي نظام فعال نه غواړي او پښتانه بې تعلیمه، غلام او د ځان څوکیدار ساتل غواړي.
د نوموړي په وینا، پاکستانۍ رسنۍ د پښتنو د بدنامۍ لپاره کاروي او هڅه کوي، چې پښتانه بې تعلیمه، غلامان او یوازې د ځان لپاره ساتونکي وساتي.
د ډیورند کرښې تړلې لارې
د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د تګ راتګ د بندیزونو له امله د پښتنو اقتصاد زیانمن شوی، خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ وايي، که پاکستان دا لارې بېرته پرانیزي، نه یوازې به میلیونونه ډالر وګټي، بلکې پښتانه به هم اباد شي.
خوشحال خان کاکړ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لارو په تړاو وویل: «پاکستان باید د ډیورند کرښې لارې پرانیزي. که دا لارې خلاصې شي، پاکستان به میلیونه ډالر لاسته راوړي او پښتانه به اقتصادي وده وکړي. خو پاکستان نه غواړي چې پښتانه اباد شي.»
د عثمان خان کاکړ ژوند او مبارزه
عثمان خان کاکړ د ۱۹۶۱ کال د جون په ۲۳مه د بلوچستان په قلعه سیف الله کې زېږېدلی و. هغه خپلې لوړې زدهکړې د کوټې له پوهنتونه تر حقوقو پورې بشپړې کړې. له ۱۹۸۷ راهیسې یې سیاسي مبارزه د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن له لارې پیل کړه او وروسته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه مهمه څېره شوه.
په ۲۰۱۵ کې د پاکستان سنا ته ولاړ او د جنوبي پښتونخوا د خلکو غږ وګرځېد.
هغه به پر پوځ نیوکې کولې، د جمهوریت، مدني ادارو او د قانون د واکمنۍ پلوی و.
نوموړي د افغانستان په اړه د پاکستان او امریکا پر سیاست سخت انتقادونه درلودل.
مرګ او تورونه
عثمان خان کاکړ د ۲۰۲۱ کال د جون پر ۱۷مه د مغزي ټپي کېدو له امله بېهوښه شو او څلور ورځې وروسته ومړ.
کورنۍ یې پاکستاني استخباراتي ادارې د هغه په وژنه تورنوي، خو تر اوسه د هغه د مرګ په اړه شفاف عدلي څېړنې نه دي ترسره شوي.
ټولنیز غبرګون
د هغه له مړینې وروسته، عثمان کاکړ د پښتنو د مبارزې یو سمبول وګرځېد.
د هغه پر لومړي تلین کې یوازې پښتنو نه، بلکې بلوڅو، هزاره ګانو او نورو قومونو په ګڼ شمېر کې ګډون کړی و.
د دې تر څنګ په ټولنیزو رسنیو کې خلکو هغه ته د "ولس جانان" لقب ورکړ.