طالبانو په تخار او میدان وردګو ولایتونو کې درې کسان د «زنا او لواطت» په تور په دُرو وهلي

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۲۸

طالبانو په تخار او میدان وردګو ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان د «زنا او لواطت» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د دوو جلا-جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې له یادو کسانو څخه یو یې په پنځه کاله تنفیذي بند او د نوموړي په ګډون دوه نور کسان یې هر یو په ۳۹-۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان وایي که په تورنو کسانو د حدود او تعزیراتو سزاګانې تطبیق نه شي ټولنه د فساد لوري ته ځي او د ټولنې د وګړو مال، ځان او نفس خوندي کېدای نه شي.
د دوی په خبره، قصاص او نورې بدني سزاوې «د ولس غوښتنې دي او هېڅوک د دوی دین او قضا کې د مداخلې حق نه لري.»

نور خبرونه

رادیو