د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوي دي. سرچینو ویلي، چې د تېرو دوو ورځو راهیسې په وقفه یې ډول د دواړو لوریو ترمنځ د درنو او سپکو وسلو ډزې تبادله کیږي.
ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د تېرو درېیو ورځو راهیسې د کونړ د دانګام ولسوالۍ په ډنډي سر سیمه بادې د پاکستان له لوري راکیټي بریدونه ترسره کیږي.
سرچینو ویلي، چې په سیمه کې د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ په نښته کې په وقفه یې ډول له درنو او سپکو وسلو څخه استفاده کیږي.
پر همدغه مهال پاکستاني رسنیو هم د حکومتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د تېرو درېیو ورځو راهیسې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.
تردې مهاله د یادو نښتو له امله له دواړو لوریو څخه د دوو ملکي کسانو د وژل کېدو او دوو نورو ټپي کېدو خبر ورکول شوی.
پاکستاني رسنیو ویلي، دغه نښتې د افغانستان لورې ته د کونړ په دانګام ولسوالۍ او د پاکستان لورې ته د باجوړ ولسوالۍ د مومند، کټکوټ، غاخي او نښتر پاس په سیمو کې شوي.
سرچینو ویلي، دواړو خواو درنې او سپکې وسلې کارولې دي.
سرچیني زیاتوي:« د افغانستان له لورې څخه څو هاوان مرمۍ وېشتل شوې، چې د پاکستان لور ته پرېوتې دي.»
د دغه نښتې لامل نه دی څرګند شوی او په تړاو یې طالبانو او پاکستان په رسمي ډول کوم بیان نه دی ورکړی.
تردې وړاندې هم څو ځله د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر صفري کرښه د امنیتي تاسیساتو جوړلو پر سره نښتې شوې دي.