د پولیټیکو د راپور له مخې، د جرمني د نوې حکومت له خوا د کډوالو د بیا مېشتولو د پروګرام ځنډول زرګونه افغانان چې په پاکستان کې بند پاتې دي، له یو ناڅرګند او خطرناک برخلیک سره مخ کړي دي.
د دغه رسنۍ په راپور کې ویل شوي، چې د جرمني د کډوالۍ په پالیسیو کې بدلون واک ته د فریدریښ له رسېدو وروسته راغلی.
نوموړي جرمني ته د پناه غوښتونکو ورتګ په پراخه کچه محدود کړی دی.
واک ته د مېرڅ له رسېدو وروسته د جرمني حکومت دغه هېواد ته د افغانانو د انتقال پروګرام ودراوه او الوتنې یې وځنډولې، چې له امله د ښځو د حقونو فعالانو او ټرانس جنډر په ګډون ګڼ افغانان په پاکستان کې بند پاتې دي.
پولیټیکو د شاکره بارش په نوم یوې افغان کډوالې سره چې د فریدریښ مېرڅ له لومړي وزیر کېدو څو ورځې وړاندې جرمني ته رسیدلي خبرې کړې.
شاکره د هغو ۲۵۰۰ افغان کډوالو په ډله کې وه، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته په اسلام اباد کې جرمني ته د تګ لپاره منظر دي.
شاکره بارش وايي:«داخلک د جرمني له حکومت نه غوښتنه کوي چې دا پروګرام ونه دروي. دوی بله لاره نه لري. بېرته افغانستان ته هم نه شي تلی.»
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له امریکا، کاناډا او جرمنی هغه درې هېوادونه و، چې ګڼ افغانان یې په خپلو هېوادونو کې مېشت کړل، خو په یو شمېر لویدیځو هېوادونو کې د کډوالۍ ضد پالیسیو دغه پروګرامونه تقریبا پای ته رسولي دي.
د کډوالۍ پالیسۍ انسټېټیوټ څېرونکې سوزان فراتسکې وايي:« دا د افغانانو لپاره یو دوه ګونې ضربه ده، هم د نړیوالو بیا مېشتولو پروګرامونو لپاره او هم د پاکستان له خوا.»
جرمنی یوازینی هېواد نه دی چې د افغانانو ورتګ لپاره دروازې بندوي، واک ته د ډونالډ ټرمپ رسېدو وروسته نوموړي یوه اجرایي فرمان لاسلیک کړ او زرګونه افغانان امریکا ته د تګ په تمه په پاکستان کې بند پاتې شول.
د جرمني لومړي وزیر مېرڅ هم ژمنه کړې ده، چې د پناه غوښتونکو شمېر به په شدت سره راکم کړي.
پر همدغه مهال د جرمني د ښي لوري افراطي ګوند اېایفډي مهمو غړو هم د افغانانو او نورو کډوالو د ډلهییز شړلو غوښتنه کړې ده.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دا مهال د بیا مېشتېدنې پروسه «تر راتلونکې پرېکړې ځنډېدلې ده.
په راپور کې ویل شوي، چې د جرمني ځیني چارواکې د امنیتي اندېښنو له امله شکمن دې او داسې انګیري، چې ښايي جرمني ته تلونکي افغانان په سمه توګه نه وي ارزول شوي.