د بشري حقونو د څار سازمان: افغانستان کې د سرغړونو د څېړلو لپاره باید یوه اداره جوړه شي

۶ ساعتونه مخکې

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ په خپل وروستي راپور کې یوځل بیا د بشري حقونو د سرغړونو لپاره د یوې خپلواکې ادارې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې د ریچارډ بېنېټ له قوله ویلي؛ چې په افغانستان کې د تېر او روانو جدي بشري حقونو سرغړونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونو په اړه دې د حساب ورکړې خپلواکه اداره جوړه شي.

بېنېټ ویلي، چې په خپل راپور کې یې افغان ښځې او نجونې د عدالت ترلاسه کولو لپاره له لویو ستونزو سره مخ دي او نوموړي د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض بېلابیل ډولونه مستند کړي دي.

بېنېټ په خپل چمتو شوي راپور کې له هېوادونو غوښتنه کړې، چې د افغان ښځو په وړاندې د جدي بشري سرغړونو شواهد راټول، خوندي او د سرغړونکو پر ضد دې قضايي دوسیې جوړې کړي.

نوموړي ویلي:«دا اداره به د طالبانو پر ضد د بې پروايي پر وړاندې مهمه وسیله وي او د نړیوالو قضايي هڅو ملاتړ به وکړي.» ‍

بېنېټ له هېوادونو غوښتنه کړې ده، چې په سپټامبر میاشت کې د اروپايي اتحادیې له خوا د ملګرو ملتونو په شورا کې د افغانستان په اړه د حساب ورکولو د یوې خپلواکې ادارې د جوړولو وړاندېز پرمهال دې خپل پراخ ملاتړ څرګند کړي.

نور خبرونه

رادیو