پاکستاني پولیس: په بلاکوټ کې مو دوه افغان وګړي د یو ماشوم د اختطاف پر مهال وژلي دي

پرون

د پاکستان ډان ورځپانې په یو خبر کې ویلي، چې د بالاکوټ پولیسو د ډومګلا په سیمه د عملیاتو پر مهال دوه افغان تښتونکي وژلي او دوه نیم کلن ماشوم یې د هغوی له منګلو ژغورلی دی.

پولیسو ویلي، تر دې وړاندې د کوهستان کالونۍ یوې کورنۍ خبر ورکړی وو، چې د هغوی ماشوم زوی محمدصلاح ورک شوی دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د پنجشنبه په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) په یوه خبر کې ویلي، چې پولیسو د جون میاشتي په ۱۰مه د تښتول شوي ماشوم کورنۍ د محاصرې سيمې ته غوښتې او وروسته یې عملیات پيل کړي.

په خبر کې ویل شوي، چې تښتونکو د پولیسو سره مقاومت کړی او دوه افغان تښتونکي وژل شوي دي.

دوی وژل شوي تښتونکي ارمان جان او فهیم خان معرفي کړی دي.

پولیسو ویلي، چې تر عملیاتو وروسته یې په سیمه کې یې له دغه اختطاف کوونکو وسلې هم ترلاسه کړي دي.

د خبر د معلوماتو له مخي، چې تښتول شوی ماشوم تر عملیاتو وروسته خپلې کورنۍ ته تسلیم شوی.

نور خبرونه

رادیو