پاکستان او امارت د سيمه ييزې سولې لپاره د ګډ کار او نږدې همکارۍ ژمنه وکړه

پرون

پاکستان او متحده عربي اماراتو پرېکړه کړې، چې سیمه ييزې سولې او ګډو موخو د پوره کولو لپاره به نږدې همغږي ساتي او ګډ کار به کوي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د متحده عربي اماراتو له امیر شېخ محمد بن زاید النهیان سره به ابوظهبۍ کې ليدلي او د اړیکو پر پیاوړتیا یې خبرې کړي دي.

پاکستاني رسنیو د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) ویلي، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د متحده عربي اماراتو مشر شېخ محمد بن زاید النهیان د دوه اړخيزو همکاريو، سوداګريزو اړیکو او پانګونې د پراختيا، سيمه ييزو او نړیوالو مهمو مسایلو په اړه خبرې کړي دي.

د راپورونو له مخي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوريو په مهمو برخو کې د خپلمنځي همکاريو د لا پياوړتيا ژمنه کړې.

شهباز شریف د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتريخوالي په کمولو کې د متحده عربي اماراتو د هڅو مننه کړې.

د پاکستان لومړي وزیر په سیمه کې د سولې او ثبات د پرمختګ په برخه کې د متحده عربي اماراتو رول ستایلی.

شریف، محمد بن زاید النهیان ته پاکستان ته د سفر بلنه ورکړې.

د پاکستان لومړی وزیر نن د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته سفر کړی.

له نوموړي سره د هغه مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د پوځ مشر عاصیم منير، د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ او یو شمېر نور چارواکي هم وو.

نور خبرونه

رادیو