طالبان: تېر کال د افغانستان ملي موزیم ته له ۶،۷۰۰ ډېر نوي تاریخي توکي ور زیات شوي

۱۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، تېر کال ۶۷۵۲ لرغوني اثار چې د برونزو له دورې تر اسلامي پېر پورې تړاو لري، له بېلابېلو سیمو راټول او د هېواد ملي موزیم ته سپارل شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان دولتي راډیو تلویزیون د ملي موزیم د مرستیال یحیی محب‌زاده له قوله راپور ورکړی چې دغه اثار د افغانستان د تاریخ له بېلابېلو دورو لکه د کوشاني سلطنت، یوناني، بودایي، هخامنشي، هلنیستي او اسلامي پېرونو سره تړاو لري.

طالب چارواکي وایي، دا نوي موندل شوي اثار به نه یوازې د افغانستان فرهنګي خزانه نوره هم بډایه کړي، بلکې د ملي هویت د خوندي ساتلو او تاریخي ارزښتونو د معرفي کولو په برخه کې به مهم رول ولوبوي.

د افغانستان ملي موزیم اوس مهال له ۶۰ زرو څخه ډېر تاریخي اثار لري، چې د هېواد د لرغوني او پراخ تمدن ښکارندویي کوي.

طالبانو په خپله تېره دوره کې د بامیان د مجسمو په ګډون ګڼ تاریخي اثاره او مجسمې له منځه یووړې، چې په ملي او نړیواله کچه وغندل شول.

نور خبرونه

رادیو