د امریکا د عدلیې وزارت د عمومي پلټونکي دفتر (OIG) په یوه رپوټ کې تایید کړې، چې د پلټنو فدرالي ادارې (ایف بي ای) د «متحدینو پناه» او «متحدینو ښه راغلاست» عملیاتو په جریان کې له افغانستان نه د ایستل شویو کسانو د څارنې او پلټنې په برخه کې خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي دي.
د امریکا د عدلیې وزارت عمومي پلټونکي مایکل ای. هوروویټز د سې شنبې په ورځې د اعلامیې له مخې، د عمومي پلټونکي دفتر په خپله بیاکتنه کې موندلې، چې د ایف بي ای ټولې اړوندې برخې چې د تخلیو د ملاتړ لپاره ګومارل شوې وې، خپلې اړوندې دندې له لارښوونو سره سمې ترسره کړې دي.
رپوټ په ځانګړي ډول د ایف بي ای پر حیاتي ملاتړ ټینګار کړی، څو ډاډ ترلاسه شي چې ور تلونکي افغانان د امریکا د ملي امنیت لپاره خطر نه پېښوي.
رپوټ وايي، سربېره پر دې، د عمومي پلټونکي دفتر دې پایلې ته ورسید چې کله د ځینو ایستل شویو کسانو په اړه د ملي امنیت اړوند احتمالي ګواښونه وپیژندل شول، ایف بي ای خپل تحقیقاتي واکونه داحتمالي ګواښونو کمولو لپاره وکارول.
رپوټ وايي، دا ښیي چې ایف بي ای د افغانانو د بیا میشتونې په بهیر کې هر ډول امنیتي اندیښنې په اغیزناکه توګه حل کړې دي.
د «متحدینو پناه»او «متحدینو ښه راغلاست»عملیات د څو ادارو ګډ نوښتونه وو چې تخلیه شویو افغانانو ته یې په متحده ایالاتو کې پراخ خدمات چمتو کړل.
رپوټ وايي، د ایف بي ای رول د دې عملیاتو په امنیتي اړخونو کې مرکزي و، چې د زرګونو کسانو د څارنې او پلټنې پروسې پکې شاملې وې.
رپوټ په ځانګړي ډول د ۵۵ کسانو په اړه دایف بي ای پر هڅو تمرکز کړی چې یا خو د څارنې لیست کې وو او یا د تخلیې په جریان کې لیست ته اضافه شوي وو.
رپوټ یادونه کوي چې د پلټنې کار له بشپړیدو وروسته، د عدلیې وزارت په اوکلاهوما ښار کې د یوه افغان ناصر احمد توحیدي پر ضد علني تورونه ثبت کړل. توحیدي په ۲۰۲۱ کال کې متحده ایالاتو ته داخل شوی و او د ۲۰۲۴ کال د جون او اکتوبر ۷ ترمنځ یې د عراق او شام اسلامي دولت (داعش) په استازیتوب په متحده ایالاتو کې د ټاکنو په ورځ د ترهګریز برید د ترسره کولو هڅه کړې او د دې لپاره یې وسلې او مهمات ترلاسه کړي وو.
دغه رپوټ په داسې حال کې خپریږي، چې ترمپ د یوه اجرایوي فرمان له لارې د افغانانو په ګډون د ۱۲ هېودونو پر وګړو سفري بندیزونه لګولي دي.
تراوسه دا روښانه نه ده، چې دغه رپوټ به د افغانانو په تړاو د ټرمپ ادارې د پالیسیو په نرموالي کې موثر ثابت شي او که نه، خو ظاهرا د افغانانو په تړاو امنیتي اندېښنو ته د ځواب ویلو هڅه کوي.