ټرمپ نتنیاهو ته: لا هم غواړم چې د ایران کړکېچ د بمونو پر ځای د خبرو اترو له لارې حل شي

پرون

اکسیوس خبري اژانس د اسراییلي او امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د امریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، دی لا هم غواړي چې د ایران کړکېچ د بمونو پر ځای د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د راپور له مخې، ټرمپ نتنیاهو ته ویلي چې باور لري له ایران سره د اټومي هوکړې د ترلاسه کولو چانس شته او له همدې امله دا مهال له پوځي اقدام سره مخالف دی.
په راپور کې ویل شوي، چې نتنیاهو ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې ایرانیان د وخت د ضایع کولو متخصصین دي او همدې امله باید پروړاندې یې یو ستر پوځي ګواښ وي.
یوه اسراییلي چارواکي اکسیوس ته ویلي: «داسې ښکاري چې ټرمپ د نتنیاهو پر استدلال قانع شوی نه دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییل ۱۲خبري شبکې دوه ورځې وړاندې راپور ورکړ، چې د دغه هېواد له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو د احتمالي برید لپاره چمتووالی وروستي پړاو ته رسېدلی دی.
د راپور له مخې، په دې اقداماتو کې د مهماتو لېږد او عملیاتي پلان جوړونه روانه ده.
که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ اټومي مذاکرات روان دي، خو اسراییل په ځلونو خبرداری ورکړی، چې که د ایران او امریکا ترمنځ روانې خبرې اترې بې پایلې پاتې شي، نو د ایران پر اټومي تاسیساتو به برید وکړي.

نور خبرونه

رادیو