د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ برېتانیا ته د خپل دویم رسمي سفر پرمهال د دغه هېواد له لومړي وزیر کېیر سټارمر سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي. دواړه خواوو د واشنګټن او لندن ترمنځ د ګډو همکاریو او پانګونې په اړه خبرې کړې دي؛ خو جزییات یې له رسنیو سره نهدي شریک شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په برېتانیا کې د ۲۰۵ مېلیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې اعلان کړی و. د راپورونو پربنسټ؛ د ټنکالوژۍ په برخه کې به د امریکا مهشورې کمپڼۍ او شرکتونه په برېتانیا کې پانګونه وکړي.