په ۲۰۲۴ کال کې څه باندې ۱۰ زره افغانانو جرمنی تابعیت اخېستی

پرون

په ۲۰۲۴ کال کې په جرمني کې د تابعیت اخیستونکو شمیر ریکارډ کچې ته رسېدلی او نږدې ۲۹۲ زره بهرنیو وګړو جرمنی تابعیت ترلاسه کړی. په دې شمېر کې (۳ سلنه، یا لس زره او ۸۵) تنه افغانان هم شامل دي.

د جرمني د احصایې فدرالي دفتر (Destatis) د معلوماتو له مخې، دا بې ساری ۵۰ سلنه زیاتوالی په عمده توګه د نوي قانون له امله دی چې د استوګنې شرایط یې اسانه کړي دي.

په ۲۰۲۴ کال کې ټولټال ۲۹۱ زره او ۹۵۵ بهرنيو وګړو جرمنی تابعیت ترلاسه کړی، چې د۲۰۲۳ کال د شمېر په پرتله ۹۱,۸۶۰ کسه د پام وړ زیاتوالی ښیي. دا ۴۶ سلنه زیاتوالی له۲۰۰۰ کال راهیسې چې د معلوماتو راټولول پیل شوي، د تابعیت اخیستونکو تر ټولو لوړ شمیر دی.

د رپوټ له مخې، سوریایي اتباع د نویو تابعیت اخیستونکو تر ټولو ستره ډله وه، چې ۲۸سلنه (۸۳,۱۵۰ کسان) یې ټول تابعیت اخیستونکي جوړول. ورپسې ترکي (۸ سلنه، یا ۲۲,۵۲۵)، عراقي (۵ سلنه، یا ۱۳,۵۴۵)، روسي (۴ سلنه، یا ۱۲,۹۸۰) او افغانان (۳ سلنه، یا لس زره او ۸۵) تنه راځي.

رپوټ وايي، چې د ترکي اتباعو د تابعیت اخیستو شمیر دوه چنده زیات شوی، چې ۱۱۰ سلنه (۱۱,۷۹۰ کسان) لوړوالی یې درلود، په داسې حال کې چې د سوريايي اتباعو شمیر ۱۰ سلنه (۷,۶۶۵ کسان) زیات شوی.

یاده اداره د دې پام وړ زیاتوالي اصلي لامل د تابعیت قانون عصري کول (StARModG) ښيي، چې د ۲۰۲۴ کال د جون پر۲۷مه نافذ شوی.

نوي قانون د تابعیت اخیستو لپاره د استوګنې عمومي موده له اتو کلونو څخه پنځو کلونو ته راټیټه کړې ده.

سوریایي اتباعو، چې ډیری یې د ۲۰۱۵-۲۰۱۶ کلونو د کډوالۍ بحران په جریان کې جرمني ته تللي، په اوسط ډول له۷،۴ کلونو وروسته تابعیت ترلاسه کړی. په مقابل کې، ترکي اتباعو د تابعیت ترلاسه کولو نه وړاندې په اوسط ډول شاوخوا ۲۳ کاله په جرمني کې استوګنه درلوده. روسانو په اوسط ډول ۱۴،۵ کاله، عراقیانو ۸،۷ کاله او افغانانو ۸،۹ کاله استوګنه درلوده.

دا په داسې حال کې ده، چې د جرمني نوی فدرالي حکومت غواړي چټک تابعیت بیرته لغو کړي.

د دریو کلونو پر ځای به جرمنی پاسپورت له پنځو کلونو وروسته ورکول کیږي.

د جرمني د کورنیو چارو فدرالي وزیر الکساندر دوبرینټ ویلي « له دریو کلونو اوسېدو وروسته د چټک تابعیت ورکول یوه ناسمه لاره وه. موږ اوس دا پای ته رسوو. د جرمني تابعیت باید د ادغام پروسې په پای کې وي، نه په پیل کې».

نور خبرونه

رادیو