پاکستان د مالي کال بودیجه کې د لوړو زده کړو او روغتیا لپاره د ۵۳ میلیارد روپیو وړاندیز کړی

پرون

د پاکستان د مالیې وزیر د ملي اسمبلۍ غونډې ته د روان مالي کال د بودیجې د تشریح پر مهال وویل، د لوړو زده کړو لپاره یې ۳۹.۵ میلیارده او د روغتیا لپاره یې ۱۴.۳ میلیارده روپۍ وړاندیز کړې دي.

محمد اورنګزېب زياته کړې، د نورو فدرالي ادارو ټولټال بودیجه ۱۷.۵۷۳ میلیارده روپۍ دي.

د پاکستان د ماليې وزير محمد اورنګزېب د ملي اسمبلۍ غونډې ته د سې شنبه په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) ویلي، چې د سږ کال په مالي بودیجه کې د وروسته پاته سيمو د ښوونځیو او لوړو زده کړو د مرکزونو جوړېدو ته هم پاملرنه کوي.

د هغه په خبره، د لومړي وزير شهباز شریف په لارښوونه به په وروسته پاته سیمو کې «دانش په نوم ۱۱ ښوونځي» جوړ شي، چې درې په ازاد کشمير، درې په ګلګت بلتستان، څلور په بلوچستان او یو به هم په اسلام اباد کې وي.

هغه زیاته کړې، چې د دې ښوونځيو د جوړېدو لپاره به اړوندو ادارو ته ۹.۸ میلیاره روپۍ ورکړل شي.

نوموړي ویلي: «د لوړو زده کړو کمېسیون ته به ۳۹.۵ میلیارده روپۍ ورکړل شي، چې دا به د ۱۷۰ روانو پروژو په بشپړولو کې مرسته وکړي.»

د نوموړي په خبره: «د ساینس او ​​ټېکنالوژۍ په برخه کې د ۳۱ روانو پروژو لپاره ۴.۸ ميلیارد روپۍ ځانګړې شوې دي.»

د ماليې وزير د مالي کال د بوديجې د تشريح پر مهال دغه راز ویلي، چې د روغتيا په برخه کې د ۲۱ پروژو لپاره ۱۴.۳ میلیارده روپۍ ځانګړې شوې دي.

د هغه په خبره، په اسلام اباد کې د جناح طبي کمپلیکس او څېړنيز مرکز لپاره ۴ میلیارده او د سرطان د درملنې روغتون لپاره ۱.۷ میلیارده بېلې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو