پاکستاني رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې د سوداګریزو پالیسیو د دوام نشتوالي او د تورخم دروازې د تړلو له امله د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم له ۲.۵ مېلیارد ډالرو څخه یو مېلیارد ډالرو ته راټیټ شوی دی.
د راپور له مخې، څو کلونو وړاندې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ حجم ۲.۵ ملیارد ډالر و؛ خو د پالیسیو د نه همغږۍ، کړکېچ او د تورخم دروازې تړل پاتې کېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز حجم ۱ ملیارد ډالرو ته راټیټ کړی دی.
له بل پلوه د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مرستیال ضیاء الحق سرحدي ویلي، چې پاکستان باید د سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لاسرسی پیدا کړي.
پاکستان تر ډېره افغانستان ته سمنټ، وريجې، درمل، اوړه او بوره صادروي؛ خو افغانستان بیا پاکستان ته مېوې او سبزيجات صادروي.
په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې سیاسي بې ثباتۍ هم په سوداګرۍ منفي اغېزه کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ له امله په فبرورۍ میاشت کې د تورخم دروازه د نږدې یوې میاشتې لپاره تړل شوې وه، چې له امله یې دواړو هېوادونو ته سخت مالي زیانونه اوښتي وو.