د ایران او امریکا اټومي خبرې اترې؛ عراقچي وایي که امریکا وغواړي چټک پرمختګ امکان لري

۲ ورځې مخکې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو سره سم څرګنده کړې وه چې ایران باید د اتومي وسلو جوړولو اجازه و نه لري او دا خبره د ایران له خپلې تګلارې سره همغږې ده او کولای شي د یوې هوکړې لپاره بنسټ وګرځي.

عراقچي له ایران سره د اټومي هوکړې د خبرو نوي پړاو په اړه چې ټاکل شوې د یکشنبې په ورځ به پیل شي پر خپل اېکس ولیکل: «داسې یو توافق چې وکولی شي د ایران د اتومي پروګرام سوله‌يیز ماهیت تضمین کړي، لاس‌ته راوړل کېدای شي او دا بهیر په چټکۍ سره ممکن دی.»

عراقچي د چهارشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د یادې هوکړې بریا به تر ډېره د ایران د یورانیمو د بډاینې پروګرام د دوام، د اټومي انرژۍ د نړیوال سازمان تر بشپړ څار لاندې او د بندیزونو په ختمېدو پورې تړلې وي.

نور خبرونه

رادیو