رویټرز راپور ورکړی چې د کوسوو حکومت ویلي، چې د امریکا له خوا د شړل شویو او شړل کېدونکو درېیمګړو هېوادونو تابعیت لرونکو کډوالو منلو ته چمتو دی او په لومړي پړاو کې به هر کال ۵۰کسان ومني. دا اقدام د ځانګړو قانوني او امنیتي شرایطو له پوره کولو سره مشروط دی.
متحده ایالات هڅه کوي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پراخو شړلو ژمنه عملي کړي.
کوسوو، چې په بالکان سیمه کې پروت ۱.۶ میلیونه نفوس لرونکی هېواد دی، له مخکې لا له ډنمارک سره داسې یوه هوکړه کړې چې له ۲۰۲۷م کال څخه به ۳۰۰ زندانیان مني، چې له دې سره به په راتلونکو لسو کلونو کې ۲۱۰ میلیون یورو ترلاسه کړي. دغه راز یې له بریتانیا څخه د شړل شویو کسانو منلو ته هم لېوالتیا ښودلې ده.