اېلان ماسک وايي، چې د ډونالډ ټرمپ په اړه په خپلو ځینو پوسټونو 'پښېمانه' دی

پرون

سکای نیوز د اېلان ماسک په حواله راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ په اړه په خپلو ځینو پوسټونو "پښېمانه" دی.

د دواړه خواوو ترمنځ دغه ناندرۍ وروسته له هغه پیل شوې، چې ټرمپ پر اېلان ماسک سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د هغه د مخالفت له امله "خورا نهیلی" شوی دی.

له هغه وروسته د ټسلا شرکت مشر اېلان ماسک په اېکس پاڼه پر ټرمپ نیوکې وکړې او ویې لیکل: «که زه نه وای، ټرمپ به ټاکنې بایللې وای.»

ټرمپ ماسک ته خبرداری ورکړی و، چې صبر یې پای ته رسېدلی او د هغه له شرکتونو سره به دولتي قراردادونه له‌منځه یوسي او هغه ته یې د «لېوني» خطاب کړی و.

له دې سره هم‌مهاله اېلان ماسک د امریکا ولسمشر د څرګندونو په ځواب کې ویلي و، د ټرمپ نوم د اپستین په جنجالي قضیه کې چې جنسي ځورونې پورې اړه لري، یاد شوی دی؛ خو دغه پوسټ بیا د یکشنبې په ورڅ لرې شوی و.

نور خبرونه

رادیو