د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ وايي، چې که پاکستان په خپله خاوره کې له ترهګرۍ سره مبارزه نه شي کولی، باید له هند مرسته وغواړي. راجنات سینګ وايي، «پاکستان او هند په یوه ورځ ازاد شوي، خو هند د ډیموکراسۍ د مور او پاکستان د نړیوالې ترهګرۍ د پلار په توګه را څرګند شوی».
د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ د سې شنبې په ورځ په دهرادون سیمه کې د « ملي امنیت او ترهګرۍ» تر سرلیک لاندې ډیالوګ ته وویل، چې هند او پاکستان په ورته وخت کې خپلواکي ترلاسه کړې، خو نن ورځ هند د «ډیموکراسۍ مور» په توګه پیژندل شوی، په داسې حال کې چې پاکستان «د نړیوالې ترهګرۍ پلار» په توګه راڅرګند شوی دی.
هغه وايي، چې پاکستان تل ترهګرو ته پناه ورکړې، په خپله خاوره کې یې روزلي او مرسته یې ورسره کړې ده.
سینګ د کشمیر په سویل کې د پهلګام د اپریل ۲۲مې نېټې ترهګریز برید ته په اشارې، چې ۲۶ ملکي وګړي پکې وژل شوي وو، وویل: « تاسې ولیدل چې دوی دلته د دین پوښتنه وکړه او بیا یې وژل، خو موږ د دوی دین ته نه، بلکې د دوی عمل ته په کتو سره برید وکړ. دا د هېواد پر ټولنیز یووالي هم برید و».
نوموړي پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې پر پاکستان دې مالي مرستې بندې کړي او ویې ویل چې د دې مالي مرستې لویه برخه پر ترهګرۍ لګول کیږي.
هغه وویل: « پاکستان د ترهګرۍ روزنځای دی. باید تغذیه نه شي».
نوموړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ترهګرۍ ضد پینل د مرستیال په توګه د پاکستان د نومولو په تړاو ویلي، چې پاکستان د سپټمبر ۱۱مې بریدونو اصلي عامل ته پناه ورکړې وه. سینګ وايي، «اوس له همدې هېواده تمه کیږي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د نړیوالې ټولنې مشري وکړي، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا اقدام داسې دی لکه پیشو ته چې د شیدو ساتلو دنده ورکړل شي».
د انډین ایکسپریس د رپوټ له مخې، د هند دفاع وزیر راجنات سینګ وايي، چې که پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرۍ پر وړاندې اقدام نه شي کولی، باید د هند مرسته وغواړي.
هغه زیاته کړې: « د هند وسله وال ځواکونه د سرحد په دواړو خواوو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د اغیزناک اقدام کولو وړتیا لري، چې پاکستان پخپله د سندور عملیات په ترڅ کې ولیدل».
د کشمیر دد پهلګام له برید وروسته هندي او پاکستاني چارواکي وخت ناوخته پر یوه او بل نیوکې کوي.