د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت پلاوي چې مشري یې ددغه وزارت معیین ضیاء الرحمن اریوبي کوي، د "راتلونکي جوړولو" تر سرلیک لاندې د پوهنې وزیرانو د درېیم نړیوال فورم په درشل کې د روسیې له کازان فدرالي پوهنتون لیدنه کړې ده. یاد فورم سبا پیلیږي او دوه ورځې دوام کوي.
په دغه پلاوي کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د نړیوالو اړیکو او بورسونو رییس سلیمان نثار هم شامل دی.
د کازان رسنۍ وايي، چې دواړه د التای دولتي پوهنتون د لومړي مرستیال یفګني کایګورودوف او د التای دولتي پوهنتون د ژبو انسټیټیوټ د انګلیسي ژبې څانګې د لوړ پوړي استاد الکساندر سیلیزنیف له خوا بدرګه شول.
د کازان فدرالي پوهنتون د بهرنیو اړیکو مرستیال تیمرخان علیشیف ویلي، طالبان پلان لري چې «د لوړو زده کړو سیسټم ته وده ورکړي».
تیمرخان علیشیف ټینګار کړی چې «له دغه هیواده موږ ته با انګیزې او با استعداده ځوانان راځي».
د ډالۍ په توګه، کازان فدرالي پوهنتون طالب استازو ته د پوهنتون ځانګړې سکې ورکړې دي.