د افغان اېواک مشر: افغانان پوهېږي، چې زلمی خلیلزاد د باور وړ نه دی

۵ ساعتونه مخکې

د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی افسر او له افغان پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان «افغان اېواک» مشر شان وندایور وایي، افغانان پوهېږي چې زلمی خلیلزاد د باور وړ نه دی.

هغه پر اېکس پاڼه له خلکو غوښتي، چې د افغانستان لپاره د امریکا پر پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد باور ونه کړي.

زلمي خلیلزاد تر دې وړاندې د طالبانو د رییس الوزرا له‌خوا افغانستان ته د ستنېدو لپاره د پخوانیو چارواکو د بلنې په اړه وینا مثبته بللې وه او له ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه له پخوانیو چارواکو یې غوښتي و، چې بېرته افغانستانه ته ستانه شي.
خو ښاغلي وندایور د هغه دغه خبرو ته غبرګون ښودلی او لیکلي یې دي:«زه حیران یم په داسې حال کې چې ډېری امریکایان پوهېږي، چې هغه د افغانستان لپاره زموږ د دوو لسیزو څخه د ډېرو ناکامو پالیسیو یوازینی مسوول دی او ترټوله غوره وخت د هغه د ګوښه کېدو وخت و.»

نور خبرونه

رادیو