د لاس انجلس د پولیسو مشر جېم مکدانل ویلي، چې د دغه ښار په مرکز کې د ټرمپ د کډوالۍ سیاستونو پر ضد په لاریونونو کې ۲۷ کسان نیول شوي دي.
نوموړي ویلي، چې دغه کسان یې د پولیسو پر وړاندې د تاوتریخوالي په تور نیولي دي.
د لاس انجلس د پولیسو مشر وایي، چې د شنبې په ورځ یې هم ۲۹ کسان د پېښې له ځایه د وتلو څخه د انکار په تور نیولي وو.