د برېتانیا پوځ پخواني قوماندان ریچارډ کمپ له ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل، چې د ایران پر وړاندې سملاسي پوځي اقدام وکړي.
هغه خبرداری ورکړ، چې ډیپلوماسي به د شته ګواښونو پر وړاندې د مبارزې ځنډېدو لامل شي.
نوموړي د ټېلګراف ورځپاڼې په یوه مقاله کې ویلي:« ایران د خبرو اترو څخه د وخت اخیستلو لپاره کار اخلي او هڅه کوي، چې امریکا په خبرو اترو کې راګیره کړي؛ په داسې حال کې چې اروپایان هم دې ته هڅوي، چې د ژغورلو لاره ورته چمتو کړي.»