د اسراییل سمندري ځواکونو د دغه هېواد سواحلو ته نږدې غزې ته په مرستو بار کښتۍ 'مادیلین' نیولې او په کښتۍ کې سپاره کسان هم نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې؛ د کښتۍ له نیولو وروسته د اسراییل پوځ له ټولو سپرو کسانو څخه وغوښتل، چې خپل ټیلیفونونه بند کړي چې له دې سره له دغې کښتۍ سره هرډول اړیکې پرې شوې.
له بلې خوا د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې د دغه کښتۍ د نیولو خبرې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه کښتۍ د اسراییل د اشدود بندر ته لېږدول شوې ده.
په دغه کښتۍ کې له بېلابېلو هېوادونو څخه ۱۲ کسان سپاره وو، چې په کې د چاپېریال ساتنې نوم وتې فعاله ګریټا ټنبرګ او د اروپايي پارلمان غړې ریما حسن هم شامله وه.
له بل پلوه د فلسطین د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانسیسکا البانیز د مادیلین کښتۍ انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي: «د مادیلین سفر ښایي پای ته رسېدلی وي؛ خو ماموریت لا پای ته نه دی رسېدلی.»