طالبان: هڅه کوو د پاکستان پر ځای د ایران او ترکیې له لارې د غالیو صادرات وکړو

۷ ساعتونه مخکې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي، هڅه کوي د افغانستان غالۍ تر دې وروسته د پاکستان پر ځای د ایران او ترکیې له لارې اروپايي بازارونو ته صادر کړي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان غالۍ به لومړی ایران بیا ترکیې او له هغه ځایه اروپایي بازارونو ته ولېږل شي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي دي، چې له کلونو راهیسې پاکستان د افغانستان د غالیو پروړاندې ستونزې جوړولې، چې دوی اوس هڅه کوي د صادراتو بدیلې لارې ورته برابرې کړي.
د نوموړي په وینا، یادې ډلې له ترکي چارواکو غوښتي چې د افغانستان پر غالیو مالیې کمې کړي، ترڅو افغان سوداګر وکولی شي غالۍ ترکیې او بیا اروپایي بازارونو ته ولېږي.
طالبان په داسې حال کې هڅه کوي، چې د افغاني توکو په ځانګړې توګه د غالیو د صادراتو لپاره د پاکستان پر ځای د نورو هېوادونو له لارو نړۍوالو بازارونو ته لار ومومي، چې افغان سوداګر له وړاندې د پاکستاني لارو د بندېدو او سیاسي ستونزو له امله له پرله‌پسې خنډونو سره مخ شوي دي.
افغانستان چې د نړۍ په کچه د غالیو په صنعت کې غني هېواد دی، په کال کې د مېلیونونو ډالرو په ارزښت په دې برخه کې صادرات کوي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد تر دې وړاندې ویلي و، چې افغانستان په ۱۴۰۳ کال کې د شاوخوا ۱۵ مېلیونو او ۲۰۰ زرو ډالرو په ارزښت ۳۶۳۲ ټنه د غالیو صادرات کړي دي.
نوموړي دا هم ویلي و، چې دغه غالۍ پاکستان، اسټرالیا، ایران، ترکیې، ترکمنستان، ازبکستان، جرمني، هالنډ، امریکا، هند، کاناډا، متحده عربي امارتو او سعودي عربستان ته صادر شوې دي.

نور خبرونه

رادیو