د ټرمپ خبرداری: که ماسک د ډېموکراتو نوماندانو مالي ملاتړ وکړي له بدو پایلو سره به مخ شي

۷ ساعتونه مخکې

اېن بي سي نیوز شبکې راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د ټسلا او سپېس اېکس شرکتونو اجراییوي مشر اېلان ماسک د ډېموکراتو نوماندانو مالي ملاتړ وکړي له بدو پایلو سره به مخ شي.

ټرمپ دا څرګندونې د شنبې په ورځ له اېن بي سي نیوز سره په ټلیفوني مرکه کې وکړې، خو دا یې ونه ویل چې دغه احتمالي پایلې به څه وي.
نوموړي دا هم تایید کړه، چې تر اوسه پورې یې د ماسک پر ضد د کومې څېړنې په اړه خبرې نه دي کړي.

د راپور له مخې، ټرمپ د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له ماسک سره یې اړیکې پای ته رسېدلي؟ وویل: «هو همداسې دی.»
له دې سره، ټرمپ د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې ترې وپوښتل شول ایا غواړي چې دا اړیکه بېرته ورغوي، وویل: «نه»
د اېلان ماسک او ټرمپ ترمنځ تر هغه وروسته تېره اوونۍ پر یو بل لفظي بریدونه وشول، چې ماسک د ټرمپ د اقتصادي لایحې په اړه وویل، دا یوه "ناوړه او کرکجنه طرحه ده."
ماسک له دې قانون سره مخالفت ښودلی، چې دا کار د امریکا کانګرس کې د هغه د تصویب هڅې له ستونزو سره مخ کړې دي.
یاد قانون تېره میاشت په اکثریت د استازو مجلس له خوا تصویب شو او اوس سنا ته تللی، چېرته چې ځیني جمهوري غوښتونکي یې د بدلون غوښتونکي دي.
شنونکي اټکل کوي، چې دا لایحه به د راتلونکو لسو کلونو لپاره د امریکا پر ملي پورونو ۲.۴ ټریلیونه ډالره ور زیات کړي.
ټرمپ د شنبې په ورځ وویل، باور لري چې دغه لایحه به د جولای څلورمې (د امریکا د خپلواکۍ ورځ) تر رارسېدو مخکې تصویب شي.
ټرمپ وویل: " حتی هغوی چې مخکې یې ملاتړ ته زړه نه و، اوس له خوښۍ سره رایه ورکوي او موږ هیله لرو چې دا به تصویب شي."
اېلان ماسک له ټرمپ سره د خپل مخالفت ځینې ټویټونه حذف کړي دي، چې پکې د ولسمشر د استیضاح ملاتړ هم شامل و.
دا ګام داسې ښکاري، چې د دواړو ترمنځ د لفظي لانجو د کمولو هڅه وي.
د جمعې په ماښام ټرمپ دا اشاره وکړه، چې ښایي د ماسک هغه فدرالي قراردادونه وکتل شي چې له دولت سره یې لري.
خو د ماسک نږدې کسانو NBC ته ویلي، چې د نوموړي غوسه اوس کمېږي او ښایي هڅه وکړي خپلې اړیکې له ټرمپ سره بېرته ورغوي.

نور خبرونه

رادیو