د اسراییل پوځ په غزه کې د یوه تايلنډي یرغمل شوي کس مړی موندلی دی

۴ ساعتونه مخکې

اسراییلي پوځیانو د غزې په سوېل رفح ښار کې د یوه تایلنډي یرغمل شوي کس مړی موندلی دی.
د اسراییل د لومړي وزیر دفتر وایي، دغه کس پینټا ناتاپونګ نومېده او د اکټوبر په اوومه د حماس د برید پر مهال تښتول شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییل پوځ د تېرې پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) هم اعلان وکړ، چې د دوو امریکایي برمته شویو وګړو مړي یې موندلي دي.
ویل کېږي، چې دوی هم د اکټوبر په اوومه د حماس د برید پر مهال وژل شوي و.

نور خبرونه

رادیو