د امریکا له ملاتړه برخمنې د غزې بشرپاله بنسټ ویلي، سره له دې چې په دې تړانګه کې د دوی ټول مرکزونه تړل شوي، خو جمعه د (غبرګولي ۱۶مه) د لوی اختر په لومړۍ ورځ د اسراییل په تازه بریدونه کې ۴۲ فلسطینیان وژل شوي دي.
الجزیزې شبکې هم راپور ورکړی چې د اختر په لومړۍ ورځ پر غزې د اسراییل بریدونو دوام درلود او په بېلابېلو سیمو کې یې فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د سیمه ییزو روغتیایي چارواکو په وینا، د ۱۶کسانو مړي د جمعې په ورځ د جنوبي ښار خان یونس ناصر روغتون، پنځه جسدونه د غزې شمالي ښار الشفا روغتون، پنځه جسدونه الاحلي بیپټیسټ روغتون او پنځه نور په الاقصی کې دیر البلاح روغتون ته وروړل شوي.