د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په خپل اختریز پېغام کې پښتانه محکوم او مظلوم بللی دي. هغه هیله څرګنده کړې چې دغه قوم د ظالمانو پر وړاندې یووالی غوره کړي، څو پرې بریالي شي.
هغه د (غبرګولي ۱۶مه) په خپل پېغام کې زیاته کړې: «د الله تعالی څخه دوعا غواړو چې پښتنو ته د ظالم پر وړاندې اتحاد، تنظیم او داسې عمل ور نصیب کړي چې مظلوم بریالی او ظالم نسکور شي». د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پښتون قوم د حقونو غوښتلو په لاره کې وژل شویو کسانو او د زندانیانو کورنیو ته د اختر ځانګړي مبارکي ویلې ده.