د پښتونخوا پولیس وايي، چې په مردان کې د شنبې په ورځ د ګازډبې چاودنې شپږ کسان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د مردان د پوليسو افسر ظهور بابر افريدي د مرګ ژوبلي پخلی کړی او ویلي دي، چې چاودنه د ګازبې له امله رامنځته شوې ده.
د پښتونخوا د ژغورنې ډلې ویاند بلال احمد فیضي ویلي، د مردان په ارام کالونۍ کې د ګازډبې چاودنې له امله د یوه دوه پوړیز کور چت غورځېدلی دی.
هغه زیاته کړه: "په دې پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او دوه نجونې سختې ټپيانې دي."