زېلنسکي د امریکا ولسمشر ټرمپ سره د لیدنې لپاره په کاناډا کې د خبرو تمه لري

۱۶ ساعتونه مخکې

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د جي۷ سرمشریزې په ترڅ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د یوې مهمې لیدنې تمه لري. دا سرمشریزه به د جون له ۱۵ څخه تر ۱۷ پورې د کاناډا په کاناناسکيس، البرټا کې ترسره شي.

د ولسمشرۍ دفتر رییس اندري یرماک وویل چې د اوکراین استازي د خپل وروستي واشنګټن سفر پر مهال، د زیلنسکي او ټرمپ ترمنځ د دې لوړې کچې لیدنې لپاره خبرې کړې دي.

اوکرایني استازي چې د لومړي مرستیال وزیر یولیا سویریډینکو تر مشری لاندې امریکا ته سفر کړی و، د دفاع وزارت او د ولسمشرۍ دفتر لوړ پوړي چارواکي هم ورسره وو.

دا سفر وروسته له هغه ترسره شو چې زیلنسکي په جون ۲ مه وویل چې اوکراین له امریکا سره د دفاعي تړونونو او ازاد سوداګریز تړون غوښتونکی دی. هغه زیاته کړه: "ما له ولسمشر ټرمپ سره دا خبره کړې ده.موږ غواړو وسلې واخلو. دا هغه څه دي چې تړون ورباندې دی – دا کومه ډالۍ نه ده."

نور خبرونه

رادیو