اسراییل د لوی اختر پر ورځ بیا بې‌ځایه فلسطینیان له کورونو ایستلي

۱۵ ساعتونه مخکې

اسراييلي پوځ د لوی اختر د لمانځنې پر ورځ، د غزې په شمال کې د بې‌ځایه شوو فلسطینیانو له مېنو د خلکو د ایستلو امر کړی، اسراییل غواړي چې په دغه سیمو هوایي بریدونه وکړي.

د پوځ ویاند اویخای ادرعي د څو بلاکونو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د غزې لوېدیځ ته ووځي، او دا یې د برید مخکې "خبرداری" بللی دی.

دا سیمه هغه ځای دی چې پخوا هم خلک ترې شړل شوي وو او بیا ورته د لنډمهالي بېرته ستنېدو اجازه ورکړل شوې وه. اوس اسراییل یو ځل بیا خلک د هوایي بریدونو له وېرې شړلي، که څه هم د راپورونو له مخې، له دغو سیمو هېڅ راکټ نه‌دی توغول شوی.

له تېر اکتوبر راهیسې د اسراییل د بریدونو له امله شاوخوا ۵۴،۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. نړیوال سازمانونه خبرداری ورکوي چې د غزې محاصره شوې ټولنه د لوږې له شدید خطر سره مخ ده، خو اسراییل لا هم اوربند ته نه‌دي چمتو.

نور خبرونه

رادیو