د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام ولسمشر محمداشرف غني د لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ ویلو تر څنګ له افغان ملت نه غوښتي، چې د یووالي، فکر او ګډ کار له لارې د هېواد د ابادۍ لپاره یو موټی شي.
ښاغلي غني همداراز حاجیانو ته د اسلامي فریضي مبارکي ویلې او غوښتنه یې ترې کړې، چې د غزې مظلوم ولس، مسلمانانو او افغانانو لپاره دعا وکړي.
د هغه په وینا؛ اسلامي نړۍ دا مهال په درېیو بېلابېلو وضعیتونو کې ده: «ځینې ملتونه په چټکۍ پرمختګ کوي، ځینې متزلزل او ځینې نور بیا له نړۍ شاته پاتې دي.»
نوموړي افغانان هڅولي، چې د وروسته پاتېکېدو پر ځای باید د تحول لور ته روان شي.
د افغانستان مخکېني ولسمشر زیاته کړې، چې افغانستان له جدي ستونزو سره مخ دی او نړۍوال وضعیت، په ځانګړې توګه کډوالي، د اندېښنې وړ ده.
محمداشرف غني وايي، چې د امریکا، اروپا او نورو هېوادونو لهخوا د افغان کډوالو اېستل یوه جدي ستونزه ده.
اشرف غني افغان ولس ته په خپل پیغام کې هیلهمندي ښودلې او زیاته کړې یې ده: «د تیارې له هرې شپې نه وروسته روڼ سهار راځي.»
هغه د حضرت ابراهیم له پیغام نه د سولې، امن او د معصومو انسانانو د وژنې د بندېدو یادونه کړې او وايي، چې دغه ارزښتونه باید د افغانانو د راتلونکې تګلاره وي.
نوموړي پر افغان ولس غږ کړی، چې د شخصي فکر پر ځای دې له ګډ فکر، اجماع او ملي تدبیر نه کار واخلي او په وینا یې، دا د یوه دولت اصلي «دنده او خدمت» دی.
ښاغلي غني همداراز له افغان ولس غوښتي، چې د معاصر افغانستان د ۳۰۰کلیزې د جوړېدو په موخه، د یووالي، تفاهم او برابرۍ روحیه ژوندۍ وساتي.
هغه وايي، هیلهمن دی چې افغانستان په ۲۰۴۷ کال کې د افغانستان ۳۰۰مه کلیزه به د یو واحد، متحد، خپلواک او اباد افغانستان د بریا نمانځنه وي.
غني وویل: «زه ځان ته څه نه غواړم، افغانستان ته هر څه غواړم.»
د اختر په مناسب د افغانستان د جمهوري نظام وروستي ولسمشر له افغانانو غوښتي، چې زړونه یو، لاسونه سره ورکړي او دا خاوره چې د نېکونو په وینو ګټل شوې؛ د ټولو ګډ کور وګرځوي.