د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، چې سږ کال د امنیتي اندېښنو له امله له پاکستان نه ایران او عراق ته د اربعین یا د حسین بن علي د څلویښتي زیارت کوونکو ته د ځمکې له لارې د سفر کولو اجازه نه ورکول کیږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د یکشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې سږکال به د اربعین زیارت کوونکو لپاره د سړک له لارې عراق او ایران ته د سفرکولو اجازه ور نه کړل شي.
نوموړي ویلي، چې دا ستونزمنه پرېکړه یې د بهرنیو چارو وزارت، بلوچستان ایالتي حکومت او امنیتي ادارو سره له مشورو وروسته د امنیتي اندېښنو له امله کړې ده.
محسن نقوي زیاتوي:« د اربعین زیارت کوونکي د هوا له لارې سفر کولای شي او لومړي وزیر چارواکو ته لارښوونه کړې، چې په راتلونکو ورځو کې د دوی د زیارت لپاره الوتنې تنظیم کړي.»
د راپورونو له مخې، هر کال شاوخوا ۷ سوه زره پاکستاني زیارت کوونکي د ایران له لارې عراق ته سفر کوي.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت یاده پرېکړه پر داسې مهال کړې، چې د روان کال په می میاشت کې تهران د مذهبي ورځو پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ په ۲۴ ساعته ډول د سرحد د پرانېستلو او په مشهد کې ۵۰۰۰ پاکستاني زیارت کوونکو لپاره د استوګنې او خوړو برابرولو ژمنه کړې وه.
د حسین بن علي د څلویښتي مراسم هرکال د صفر میاشتې پر شلمه، چې د اګست له ۱۴مې او ۱۵مې سره سمون خوري، ترسره کیږي.