د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خېبرپښتونخوا د نوشېره سیمې په «ازاخېل بالا» سیمه کې یوې نیا خپلو درېیو لمسیانو ته «زهرجن مواد» ورکړي، چې له امله یې مړه شوي دي.
د پاکستان اېچډي ۲۴ ټلوېزیون د چهارشنبې په ورځ (د جون ۴مه) په خپل راپور کې زیاته کړې، چې د ماشومانو پلار بختشېر پولیسو ته خبر ورکړی چې د حریم، مریم او یمن په نومونو د هغه درې ماشومان د زهرجنو موادو د خوړولو له امله مړه شوي دي.
په پیل کې دا پېښه د یوې شکمنې مړینې په توګه ثبت شوې وه، خو وروسته د ماشومانو مور او پلار په محکمه کې شاهدي ورکړې، چې د یادو ماشومانو نیا او د محمدشېر مور شاهین بيبي د دغه مسمومیت مسووله بلل شوې ده.
په راپور کې راغلي، چې د ماشومانو مور ماریا هم همدا ماده خوړلې وه، خو هغه ژوندۍ پاتې شوې ده.
پاکستاني پولیسو د پېښې انګېزه د خواښې او نږور ترمنځ د اوږدې مودې احتمالي شخړه بللې او په وینا یې، شاهین بيبي اوس مهال له هغوی سره په بند کې ده او څېړنې ترې روانې دي.
پاکستاني چارواکي وايي، چې دا پېښه ډېره حساسه ده او دوی هڅه کوي څو د شواهدو په کره ارزونې سره عدالت تأمین کړي.
خېبرپښتونخوا په ځانګړې توګه په نوشېره سیمه کې دا ډول پېښې لومړنۍ نهدي، بلکې تر دې مخکې هم د کورني تاوتریخوالي او جنايي پېښو په ترڅ کې ګڼ کسان وژل شوي دي.
څه موده مخکې د پاکستان ډان ورځپاڼې د خپلو ځايي سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې په «نوشېره» سیمه کې یوه سړي خپله ۸۲ کلنه عمرخوړلې مور، یوه خور او یو ورور وژلي او بیا له سیمې تښتېدلی دی.
تر دې وړاندې هم په دې سیمه کې په «ملالۍ» مشهور د لایقخان په نوم یو نرښځی د خپل نږدې ملګري لهخوا وژل شوی و.