سرچینې: طالبانو د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې امر د وژلو په تور پخواني نظامیان نیولي

۲ ورځې مخکې

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو په کندهار کې درې پخواني نظامیان د ډنډ ولسوالۍ لپاره د دې ډلې د پوهنې امر د وژلو په تور نیولي دي. طالبانو ویلي، چې د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې امر د وژلو په تور یې درې تنه غله نیولي دي.

له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو د دغه ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې درې تنه پخواني نظامیان د خپلې ډلې د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې امر د وژلو په تور نیولي دي.

دغو سرچینو د طالبانو له خوا د نیول شویو پخوانيو نظامیانو نومونه احسان الله اڅکزی، هارون اڅکزی او یار محمد اڅکزی ښودلي او وايي، درې واړو د تېر جمهوري نظام پر مهال په ژړۍ ولسوالۍ کې د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله.

سرچینو ویلي، چې د طالبانو له خوا نیول شوي پخواني نظامیان د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د سنګهسار سیمي د کډوالو کلي اوسیدونکي دي او نن چهار شنبه د طالبانو له خوا ونیول شول.

سرچینو ویلي، چې طالبانو وړاندې تردې هم د نیول شویو کسانو په څېر لسګونه نور بې ګناه پخواني نظامیان هم د غلا، نشه يي توکو د پلور او جنايي پېښو په تور نیولي او بندیان کړي دي.

بل خوا د کندهار ځايي خبریالانو په کندهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په حواله ویلي، چې یاد کسان د غلا او د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې امر د وژلو په تور نیول شوي.

طالبانو ویلي، چې یاد کسان غله دي او د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د پوهنې امر یې د یو موټر سایکل لپاره وژلی دی.

د کندهار د پوهنې امر سید احمد سالار د غبرګولي په ۱۲مه د کندهار ښار د ۱۵مې حوزې په یخ کاریز سیمه کې د ناڅرګندو وسله والو په ډزو ووژل شو.

نور خبرونه

رادیو