د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې چین د پاکستان په غوښتنه کابل ته د سیپېک پروژې غځولو هوکړه کړې ده. د نوموړي په خبره، په یاده پروژه کې د پېښور ـ کابل لویې لارې جوړول هم شامل دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار نن چهار شنبه «د غبرګولي ۱۴مه» د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، چې چین د پاکستان په غوښتنه کابل ته د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز «CPEC» پروژې غځولو باندې هوکړه کړې ده.
اسحاق ډار وايي:« ښه خبر دادی چې چین زموږ په غوښتنه، کابل ته د سیپېک پروژې غځولو او د پېښور او کابل لویې لارې جوړول منلي دي.»
نوموړی وايي، افغانستان به د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز له لارۍ منځنۍ اسیا ته لاسرسی پیدا کړي او پاکستان هڅه کوي، چې د اقتصادي همکارۍ سازمان «ایکو» په راتلونکې سرمشریزه کې برخه واخلي، څو سیمه ییز اتصال ته وده ورکړي.
نوموړي ویلي، بیجنګ د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز پروژې د تمدیدولو هوکړه کړې ده، چې د ننه په پاکستان کې به د ریل ګاډو پټلیو په ګډون ځیني لویې لارې هم جوړې شي.
نوموړي کابل ته د سیپېک پروژې د غځولو خبر په داسې مهال ورکړی، چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې بیجنګ چمتو دی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه والي او پراختیا لپاره رغوونکی او مثبت رول ولوبوي.