طالبانو یوځل بیا په کندهار کې د سړک سر صرافۍ بندې کړې

۲ ورځې مخکې

طالبانو په کندهار ښار کې په هټیو او ګرځنده بڼه له تېل پلورنځیو وروسته د سړک سر صرافۍ بندې کړې دي. د صرافۍ دغو کاروباریانو افغانستان انټرنشنل ـ‌ پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې طالبانو په دې کار سره د سلګونو کسانو د کاروبار مخه نیولې ده.

د کندهار ښار یو شمېر لاسي او د سړک سر صرافانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو په کندهار ښار کې د دوی پر فعالیتونو بندیز لګولی او د جوازونو غوښتنه ترې کوي.

دغه صرافانو ویلي، چې طالبانو د یوه کمپاین له مخې، په تېرو درېیو ورځو کې د کندهار ښار له ټولو سیمو څخه د سړک سر غرفې ټولې کړې او د لاسي صرافۍ کوچنیو کاروباریانو ته یې د کاروبارو د بندولو ګواښ کړی.

په کندهار ښار کې د سړک پر سر د یوې کوچنۍ صرافۍ مسوول د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل:«د شهیدانو پر چوک دلته تر دېرش زیاتی د صرافۍ غرفې دي، موږ دلته ډالر، کالدارې، تومن او نور اسعار تبادله کوو او ترڅنګ یې د موبایل کریډېټ کارټونه هم پلورو، خو دا څو ورځې کیږي، چې طالبان راځي او وايي، غرفې مو ټولې کړئ. هر وخت چې مو جواز واخیست بیا کار شروع کړئ.»

د صرافیو دغه کوچني کاروباریان وايي، چې د طالبانو د یاد اقدام په پایله کې د کندهار ښار د شهیدانو څلور لارې، صرافۍ مارکیټ مخ، مدد څلور لارې، کابل اډه، د ګرشک اډه او نورو ځایونو کې سلګونو کسانو کاروبار باندې بندیز لګول شوی.

د کندهار ښار یو صراف د نوم نه ښودلو په شرط وايي:«موږ په دې کار کې د ورځې له شپږسوه څخه تر زر افغانۍ ګټه ترلاسه کوله، اوس نو بیکاره شوو. طالبان وايي، چې موږ باید د صرافۍ مارکیټ د لویو صرافیو جواز او کارټ ولرو، بیا د فعالیت اجازه لرو.»

دغه صرافان وايي، د طالبانو له خوا د اسعارو د تبادلې لویو مرکزونو ته په ښار کې د د درې کوچنیو او لاسي صرافیو اجازه ورکړل شوې او د پخوا په څېر په ازاده توګه نور کسان د یاد کاروبار اجازه نه لري.

طالبانو څو میاشتې وړاندې هم په کندهار ښار او سپین بولدک ولسوالیو کې پر لاسي او کوچنیو صرافیو بندیز لګولی و.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو دوه اونۍ وړاندې په کندهار کې له پټرول پمپونو پرته په هټیو او ګرځنده بڼه د تېلو پلور باندې هم بندیز ولګاوه.

نور خبرونه

رادیو