د طالبانو عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې چین ورسره ۳۳زره ډوزه د انفلونزا او ۳۳زره ډوزه د مننژیت واکسینو مرسته کړې ده.
د طالبانو عامې روغتیا وزارت پر اېکس پاڼه د چینایي استازي په حواله لیکلي، چې دغه مرستې به لا پراخه شي او نورو برخو ته به هم وغځېږي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه ډلې د روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال عبدالولي حقاني د واکیسنو د ګمرکي چارو پر غوره مدریت ټینګار وکړ؛ تر څو د واکسینو کیفیت خوندي پاتې شي.