د بغلان ولایت په دوشي او خنجان او د جوزجان په خانقاه ولسوالۍ کې د درېیو جلا-جلا ترافیکي پېښو له امله ۷ کسان مړه شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
د بغلان سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې لومړۍ پېښه د خنجان ولسوالۍ په ګزان سیمه کې د ۳۰۳ ډوله موټر او پاسو موټر د ټکر له امله رامنځته شوې، چې له امله یې ۳ تنه مړه او ۳ نور ټپیان دي او دویمه پېښه بیا د دوشي ولسوالۍ په قره احمد سیمه کې د یوه کرولا ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې له امله یې ۵ تنه ټپیان شوي دي.
له دې سره، د جوزجان ولایت امنیتي مسوولینو هم د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس ته ویلي، چې په خانقاه ولسوالۍ کې د یوه پاسو ډوله موټر او کرولا موټر د ټکر له امله څلور تنه مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.
په راپور کې د دې پېښې لامل د چلوونکو بې احتیاطي او چټکتیا ښودل شوې ده.