له ۵۸ کلونو وروسته؛ د سوریي ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ګډون کوي

۲ ورځې مخکې

د عربي رسنیو د راپور له مخې، ټاکل شوې چې د سوریې د موقت حکومت ولسمشر احمد الشرع سږ کال د وږي په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي. دا به له ۱۹۶۷میلادي کال راهیسې لومړی ځل وي چې یو سوريایی ولسمشر په دې نړیواله مجمع کې ګډون کوي.

د سوریې پخوانی ولسمشر نورالدین اتاسي وروستی سوريایی مشر و چې د عربو او اسراییل ترمنځ له شپږ ورځني جنګ وروسته یې په ۱۹۶۷کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې وینا وکړه.

دا سفر د سوریې د موقت حکومت لپاره یو مهم ډېپلوماټیک ګام بلل کېږي، چې هدف یې د نړیوالو اړیکو پیاوړتیا او د سوریې د سیاسي دریځ تقویه کول دي.

نور خبرونه

رادیو