د امریکا او ترکیې د بهرینو چارو وزیرانو د غزې او اوکراین د کړکېچ په اړه سره خبرې وکړې

۲ ورځې مخکې

د ترکیې دولتي خبري اژانس اناډولو خبر ورکړی، چې تېره ورځ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره ټېلیفوني خبرې کړې دي.

د راپور له‌مخې په دې خبرواترو کې د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د هڅو بهیر او په استانبول کې د وروستیو خبرواترو پایلې ارزول شوې دي.

په راپور کې همداراز راغلي، چې د دواړو خواوو ترمنځ د سوریې او غزې تړانګې د وضعیت په تړاو وروستي خبرې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو