د غزې د بشري مرستو بنسټ چې د امریکا تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي، وایي چې د چهارشنبې په ورځ به په غزه کې هېڅ ډول مرستې و نه وېشل شي.
د دغه بنسټ ویاند زیاتوي، چې دوی دا مهال له اسرایيلي پوځ سره د خپل فعالیت له سیمې بهر د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا په اړه خبرې کوي.
دا اقدام تر هغه وروسته کېږي، چې د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې د دغه بنسټ د خوړو د وېش له یو مرکز سره نږدې یې ډزې کړي او د سره صلیب نړۍوالې کمېټې راپور ورکړی، چې په دې پېښه کې ۲۷ کسان وژل شوي او له ۱۵۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې غزه له څو اوونیو راهیسې د خوراکي توکو له سخت کمښت او ژور انساني ناورین سره لاس او ګرېوان ده.