د طالبانو امر بالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې په دایکنډي ولایت کې یې «د فرهنګي او دیني ارزښتونو» د ساتنې لپاره د سلمانیو له مسوولینو سره ناسته کړې ده.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په تېرو وروستیو کې له لوېدیځ فرهنګ څخه وارد شوي د وېښتو ډولونه چې د ځوانانو په منځ کې دود شوي؛ ښایي په راتلونکې کې له «اسلامي ارزښتونو» څخه د واټن لامل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له همدې امله یې په دایکنډي ولایت کې «اصلاحي» ناسته جوړه کړه.
په دایکنډي ولایت کې د طالبانو امر بالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو څانګې مشر مولوي عبدالمنان شهیدزاده په دغه غونډه کې د وینا پرمهال ویلي:« د شریعت خلاف د وېښتانو جوړول په اسلام کې یو له ښکاره وو منکراتو دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې (د غبرګولي په ۶مه) د طالبانو د امربالمعروف وزارت د پالیسۍ او مسلکي مرستیال نور محمد حقاني په کابل کې د سلمانیو د ټولنې له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي و، چې «د نیم سر خرېیل او نیم پرېښودل» غیر شرعي او پردی کلتور دی او باید له دې ډډه وشي.
له بل پلوه د طالبانو د دعوت او ارشاد لوی رییس شریف الله حقاني په لوېدیځ سټایل د وېښتانو جوړولو پر مخنیوي ټینګار کړی او د کابل د سلمانیو د ټولنې له مسوولینو څخه یې غوښتي، چې په ټولنه کې د شته منکراتو مخنیوي او معروفاتو اقامه کې له یاد وزارت سره همکاري وکړي.
د طالبانو د دغه قانون له اعلان وروسته له یو شمېر ولایتونو داسې راپورونه هم ورکړل شوي، چې د امر بالمعروف محتسبان پر لارو او سړکونو ځوانان را ګرځوي او د ږیرې نه خرېیلو، د موسیقۍ د نه اورېدو، د لډو نه کولو او په شریعت د ځان برابرولو سپارښتنې ورته کوي.