د سویډن کمېټه: نړۍوالو بندیزونو او د طالبانو محدودیتونو د افغانستان خلک اغېزمن کړي

۱۳ ساعتونه مخکې

د افغانستان لپاره د پیوستون کمیټه چې پخوا یې د «د سویډن کمیټې» په نوم فعالیت کاوه وایي، چې نړۍوالو بندیزونو او د طالبانو محدودیتونو د افغانستان خلک اغېزمن کړي دي.

دغه کمیټه وایي، د طالبانو له‌خوا د ښځو پر تعلیم بندیز او په ټولنه کې یې د ګډون په اړه محدودیتونه د دوی له بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه ده.

دغې کمیټې په خپله کلنۍ غونډه کې د سویډن له حکومته غوښتي، چې د افغانستان سره د نړۍوالو مرستو د کمېدو په صورت کې دې د بشري مرستو پروګرامونو په اړه اقدام وکړي او د افغانانو د ژوند، روغتیا او زده‌کړو حق ملاتړ وکړي.

دغه کمېټې په طالبانو غږ کړی، چې د افغانانو په وړاندې مسوولیت لري او باید د عامه خدمتونو پراختیا ته لومړیتوب او د نجونو او ښځو حقونو او ازادیو ته درناوی وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي:« د افغانستان خلک له فقر او ظلم څخه ځورېږي. پاکستان او ایران په مېلیونونو کډوال بېرته ستنېدو ته اړ باسي، چې دغې چارې د دوی وضعیت لا پسې خراب کړی دی. سلګونو زره کسان بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې د دوی لپاره دغه سرچینې کافي نه دي. د هېواد نیمایي نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري او مېلیونونه وګړي اساسي عامه خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري. د اقلیم بدلون اغېزې هم په زیاتېدونکې توګه څرګندېږي.»

دغې کمیټې خبرداری وکړی، چې ګڼ شمېر مرستندویه هېوادونه له افغانستان سره خپلې مالي مرستې کموي او د امریکا حکومت له‌خوا په مالي مرستو کې ناڅاپي کمښت به ویجاړونکي پایلې ولري او اټکل کېږي، چې سږکال به په افغانستان کې په مېلیونونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

د افغانستان لپاره د پیوستون کمیټې ویلي، چې سویډن نشي کولای په دې برخه کې بې غوره پاتې شي.

نور خبرونه

رادیو